خبرونه نړۍ
-
- 1404/06/18
د روسیې کرملین خبر خپور کړی چې د برېکس غړو هېوادونو مشرانو د برازیل د ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا سلوا په نوښت ځانګړې انلاین غونډه وکړه، څو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوداګریزو پالیسیو او د نړۍوال اقتصاد پر اوسني وضعیت بحث وکړي.
-
د ترکیې په استانبول ښار کې د پولیسو او د اپوزېشن د جمهوریتپال ګوند (CHP) د پلویانو ترمنځ اخ و ډب د دویمې پرلهپسې ورځې لپاره هم روانې دي. دا کړکېچ وروسته له هغې رامنځته شو چې یوې محکمې د دغه ګوند د استانبول د څانګې مشر له دندې ګوښه کړ.
-
د چین ولسمشر شي جېنپېنګ د شمالي کوریا د بنسټ اېښودو د ۷۷مې کلیزې په مناسبت خپل پیغام کې د دواړو هېوادونو پر نږدې اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې بیجینګ چمتو دی له پیونګیانګ سره ستراتیژیکې اړیکې او همکاري لا پیاوړې او پراخه کړي.
-
د مکسیکو په مرکز کې د بار وړونکي اورګاډي او د مساپروړونکي بس د ټکر له کبله لس تنه مړه شوي او ۶۱ نور ټپیان دي.
-
د سریلانکا په ختیځو سیمو کې د یوه مسافروړونکي بس د سړک څخه وتلو او یوې کندې ته لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
-
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، هر هغه بهرنی سرتېری چې اوکراین ته د جګړې په موخه ولېږل شي، د مسکو لپاره «مشروع هدف» ګڼل کېږي.
-
ټرمپ چې نیویارک ته له خپل وروستي سفره ستنېده، دا هم وویل چې ډېر ژر به له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره هم خبرې وکړي.
-
د پاکستان د پنجاب ایالت چارواکي وایي چې د چناب سیند د اوبو د زیاتوالي له امله د جلالپور پیرواله په سیمه کې یو بند درزونه کړي او له امله یې لسګونه کلي تر اوبو لاندې تللي دي.
-
- 1404/06/16
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نن سهار، سپټمبر ۷مه، ۲۰۲۵، روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کییف د ډرونونو او توغندیو پراخه بریدونه کړي.
-
د پاکستان د قدرتي افتونو د مدیریت فدرالي ادارې خبر ورکړی چې په هېواد کې د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکښویدنو له امله ۹۰۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۴۴ نور ټپیان شوي دي.


