خبرونه امنیت
-
د هندي امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ د ګجرات ایالت په امنیتي عملیاتو کې درې کسان نیول شوي، چې له داعش ډلې سره تړاو لري او پلان یې درلود چې د «بیولوژیکي او کیمیاوي بریدونو» له لارې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
-
د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت چارواکي وايي چې د روزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۱ زر او ۵۷۵ کیلوګرامه اومان کشف او په بشپړ ډول سوځول شوي دي.
-
غزني ولایت کې د آببند ولسوالۍ امنیتي ځواکونو یو شمېر نظامي توکي د یو کس له نیول کېدو وروسته ترلاسه کړي دي.
-
د هرات ولایت امنیې قومندانۍ وايي چې د دې ولایت امنیتي ځواکونو د وسلهوالو غلو یوه ۱۴ کسیزه ډله د ځانګړو کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیولې ده.
-
- 1404/08/18
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې نن (یکشنبه، د لړم ۱۸مه) ۲۰۰ زره کیلو ګرامه نشهیي توکي وسوځول.
-
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند ویلي، چې هند د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه د پاکستان د اټومي فعالیتونو تصویر تحریف کړی او د پاکستان د اټومي پروګرام په اړه ناسم انځور وړاندې کوي.
-
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د تېر کال په اوږدو کې هڅه کړې وه چې د مکسیکو په پلازمېنه کې د اسراییلو پر سفیره عینات کرانز نایګر برید ترسره کړي، خو دا پلان تر پلي کېدو مخکې افشا او شنډ شوی دی.
-
د یوه تازه خبر له مخې د پنجشېر ولایت،خنج ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تلاشي پر مهال د دوآب په چیکپواینټ کې شاوخوا 20 زره ډالرو په ارزښت د زمرد قیمتي ډبرې هغه مهال ونیولې، چې یو تن هڅه کوله یادې ډبرې په غیرقانوني ډول کابل ته انتقال کړي.
-
د هرات ولایت امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت نن د ۵۰ ټنو څخه زیات بېلابېل ډول نشهيي توکي د عامه محضر په وړاندې وسوځول.
-
د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو په هېواد کې د پنځو ولایتونو په مختلفو سیمو کې د نشه يي توکو پر ضد عملیات ترسره کړل.


