خبرونه امنیت
-
په ننګرهار ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، د خوګیاڼو ولسوالۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو پنځه تنه وسلهوال غله نیولي دي، چې د نظامي یونیفورم په اغوستلو یې غلا کړې وه.
-
د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په درمدرم سیمه کې نن مازیګر یوه جنایي پېښه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې څلور کسان وژل شوي دي.
-
اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد سیاسي مشرانو پوځ ته امر کړی، د غزې د نیولو پر پلان شویو عملیاتو د ځنډ تڼۍ کېږدي او یوازې په دفاعي حالت کې پاتې شي.
-
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وايي چې په غزه کې د اوربند او سولې د هڅو لپاره یې د یوه نوي پلان مسوده چمتو کړې ده او حماس ته یې خبرداری ورکړی چې دغه پلان ومني.
-
د هرات ولایت امنیه قومندانۍ وايي چې تېره یوه اونۍ کې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو ۳۴ غله د ښار په بېلابېلو سیمو کې د غلاوو پر مهال نیولي دي.
-
- 1404/07/10
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکړی چې د ځانګړو قطعاتو اړوند ځواکونو د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ځانګړو کشفي عملیاتو پر مهال یو کس نیولی دی.
-
د خوست امنیه قومندانۍ د جنایي مدیریت اړوند ځواکونو په یوه ځانګړې عملیاتې هڅه کې یو کس نیولی، چې د یو تن هېوادوال د وژنې قصد یې درلود.
-
د غزې تړانګې د سولې پلان ته د نړیوالو بحثونو پر زیاتېدو سربېره، اسراییلي پوځ وایي چې د څو احتمالي سناریوګانو لپاره ځانونه چمتو کوي، چې له جملې یې یو د ایران پر ضد د نوو بریدونو احتمال دی.
-
- 1404/07/07
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اعلان کړی چې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۲۱ تنه روږدي د درملنې لپاره راټول شوي دي.
-
د امریکا دفاع وزارت د اوریګن ایالت په پورټلنډ ښار کې ۲۰۰ تنه ملي ګارډ ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پرېکړې له مخې ترسره شوی دی.


