خبرونه امنیت
-
- 1404/07/02
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې د کندز ولایت په چوغه سیمه او د خانآباد ـ تخار پر لویه لاره د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ۱۰۵ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق هڅه شنډه شوې ده.
-
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي شورا غونډې پر مهال، د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره تر لیدنې وروسته وویل چې اوکراین کولای شي د خپلو اروپایي متحدینو په ځانګړي ډول د ناټو په مالي او سیاسي ملاتړ ټولې هغه سیمې بیرته ترلاسه کړي چې روسیې ترې نیولي دي...
-
د بامیان ولایت چارواکي وایي چې د شېبر ولسوالۍ د محمد کیچه په کلي کې د قومي دښمنیو له کبله وسلهواله نښته رامنځته شوې چې له امله یې لس تنه، د یوې نجلۍ په ګډون، ټپیان شوي دي.
-
د لبنان د عامې روغتیا وزارت تایید کړې چې د اسراییلو بېپیلوټه الوتکو د بنت جبیل ښار په لوېدیځ کې برید کړی چې له امله یې د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
-
د باجوړ پولیسو د معلوماتو له مخې، د عوامي نېشنل پارټۍ یو مخکښ ځايي مشر، میراعظم، د سپتمبر پر ۲۱مه د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې وژل شوی دی.
-
د برېټانیا حکومت وايي؛ جنګي الوتکو یې د ناټو د «ختيځ ساتونکي» (Eastern Sentry) ماموریت په چوکاټ کې په پولنډ کې خپله لومړنۍ هوايي دفاعي الوتنه وکړې.
-
د الجزیرې د راپور پر بنسټ ټا کل شوې چې نن پرتګال او برتانیه فلسطین په رسمیت وپېژني .
-
د "اکسیوس" خبري وېبپاڼې د راپور له مخې، قطر له اسراییله غوښتي چې د دوحې په یوه غونډه کې د حماس د چارواکو د وروستي برید له امله رسمي بښنه وغواړي، ترڅو دوحه د غزې د سولې په تړون کې د منځګړي رول بیا پر غاړه واخلي.
-
د راپورونو له مخې، امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه مسوده رد کړې چې په غزه کې د بېقیده اوربند او بشري مرستو د لېږد د تضمین لپاره جوړه شوې وه.
-
د چمن ښار کې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د موټرو په یوه اډه کې چاودنه شوې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.


