خبرونه امنیت
-
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درېیو اونیو په عملیاتو کې ۲۸۸ کسان د نشهيي توکو د خرڅلاو، قاچاق او کارولو په تور نیول شوي دي.
-
د لوګر امنیه قوماندانۍ د لویې لارې کنډک امنیتي منسوبینو یو کس د مرکز اړوند شهرک سیمه کې نیولی چې غوښتل یې شاوخوا ۸۰۰ ګرامه چرس له ازرې ولسوالۍ مرکز پل علم ته انتقال کړي.
-
د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت ځواکونو په لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې پراخ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې په زیاته اندازه نشه يي توکي او یوه د پروسس کارخانه کشف او نیول شوې ده.
-
دغه دریشۍ د افسرانو ،ساتنمنانو او ساتونکو لپاره ځانګړې شوې وې او د یو منظم پلان له مخې مسؤلینو ته وسپارل شوې.
-
- 1404/07/06
د امریکا د شمالي کارولینا په یوه ساحلي سیمه کې له یوې کېښتۍ پر یوه شرابخونه ډزې شوې دي چې درې کسه یې پکې وژلي او نهه نور یې ټپيان کړي دي.
-
پنځو نورو ولایتونو بلخ، زابل، بامیان، فراه او غزني کې ۳۵ تنه روږدي راټول شوي دي. یاد کسان د درملنې لپاره د غوښتنې د کموالي ریاست اړوندو روغتیایي کمپونو ته لېږدول شوي دي.
-
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ د اطفائیې آمریت د راپور له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دې ولایت کې ۲۴ د اورلګېدو پېښې ثبت شوې دي.
-
د هند د بهرنیو چارو وزیر اېسجي شنکر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په اتیا یمه غونډه کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، ویلي دي چې د هند ګاونډی هېواد د نړۍوالو ترهګرو مرکز بلل کېږي او له څو لسیزو راهیسې له هغه ځایه ترهګریز بریدونه طرحه کېږي.
-
د سرپل ولایت د دویمې امنیتي حوزې اړوند چرم ګرخانه سیمه کې تېره شپه شاوخوا ۱:۰۰ بجې د برېښا شارټۍ له امله په یوه استوګنیزي کې اور لګېدلی.
-
د کونړ په مرکز اسعداباد او ګڼو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په پلان شويو عملیاتو کې ۱۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.


