خبرونه امنیت
-
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ هغه برېټانوۍ جوړه چې نږدې اووه میاشتې وړاندې په بامیان کې نیول شوې وه، له زندانه خوشي شوې ده
-
له نیول شویو کسانو څخه ۸۸۰ ګرامه تریاک، ۷۷ ګرامه شیشه، ۳ لیتره شراب، ۱ کیلوګرام چرس، ۱۷۹ عدده نشه يي ګولۍ ترلاسه شوي دي.
-
د پاکستان او سعودي عربستان هېوادونو مشرانو پرون چهارشنبه پر یوه ګډ ستراتېژیک تړون سره سلا شوي دي.
-
د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې یوه وسلهوال کس درې پولیس په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
-
د امنیتي شنونکو په باور؛ که څه هم چې د دې پېښې انګېزه لا معلومه نه ده خو ښايي د یاد کس په شخصي دوښمنۍ کې وژل شوی وي.
-
د راپورونو له مخې، د غزې په جګړه کې تر دې دمه نږدې ۶۵ زره فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۱۶۵۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.
-
د بلوچستان د شېراني ولسوالۍ په یوه سیمه کې وسلهوالو د پولیسو پر پوستې برید کړی. په پېښه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي.
-
روسیې د اوکراین په سوېل ختیځ کې پر زاپوریژیا ښار تازه هوایي او توغندیز بریدونه ترسره کړي دي. د اوکرایني چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې یو کس وژل شوی او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
-
امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د وینزویلا په خاوره کې یې پر یوې کښتۍ برید کړی، چې د امریکا په لور یې نشهيي توکي انتقالول. نوموړي زیاته کړې چې که اړتیا وي، متحده ایالات به د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې ځمکني عملیات هم کړي.
-
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني وايي چې هیواد یې پلان لري د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین دولت په رسمیت د پیژندلو اقدام وکړي، خو دا پیژندنه د څو مشخصو شرایطو سره مشروطه ده.


