خبرونه امنیت
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې پر اوږدو تازه سرحدي نښتې د سیمې او نړۍ پام ځان ته رااړولی دی. د راپورونو له مخې، تیره شپه افغان لوري د پاکستانیو پر پوستو درانه بریدونه کړي چې له امله یې پاکستاني لوري درانه ته تلفات اوښتي دي...
-
د اسراییلي ځواکونو جنګي الوتکو د اوربند تر اعلان وروسته د غزې ښار لوېدیځ لور ته په یوه کور هوايي برید کړی دی. د سیمهییزو سرچینو په وینا، د برید له امله ځینې زغروال موټر هم د اسراییلي ځواکونو لاس ته ورغلي، خو د مرګژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
-
د سرپل امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نشهيي موادو د قاچاق، انتقال او استعمال پر ضد مهم عملیات کړي دي.
-
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یو بیان کې ویل شوي چې د اکټوبر په دویمه نېټه په سوریه کې د یو دقیق هوايي برید په ترڅ کې د القاعده ډلې یو لوړپوړی پلان جوړوونکی وژل شوی دی.
-
- 1404/07/16
لاریونوال په اېکواډر کې د تېلو د سبسایډۍ د ختمېدو پر ضد واټونو ته راوتي وو؛ خو د اېکواډور ولسمشر ویلي، چې دغه ډول تاوتریخوالی به ونه زغمي.
-
د هرات ولایت امنیه قومندانۍ ویاند غلام نبي نبي زاده پولیس راډیو ته وویل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت د اوپراتیفي او کشفي عملیاتو په پایله کې، لسګونه میله اسلحې او ګڼشمېر پوځي ...
-
الجزیره خبري شبکه د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د حماس اسلامي غورځنګ او د اسرائیلي رژیم ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو لومړۍ ورځ په «مثبت» پرمختګ سره پای ته رسېدلې ده.
-
د دواړو پېښو په پایله کې شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ مالي زیان رامنځته شوی او د نږدې ۱۲۰ زره افغانیو د زیان مخه نیول شوې ده. د چارواکو په وینا، په یادو اورلګېدنو کې ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي.
-
- 1404/07/15
د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د غلاوو یوه نهه کسیزه مسلکي ډله نیولې ده، چې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې پرلهپسې غلاوې کړې دي.
-
پاکستان کې د بلوچستان ایالت په کورکي سیمه کې د ځايي قبیلو او وسلهوالو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې د بلوڅ بېلتونپالو څلور غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.


