خبرونه امنیت
-
د مصر په شرمالشیخ ښار کې نن د غزې جګړې د پای ته رسولو او اوربند د تړون د وروستي جوړښت په اړه مهمې خبرې اترې پيل شوې دي.
-
- 1404/07/14
د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اړوند ځواکونو دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
-
د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د مدیریت منسوبینو د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د لښکرګاه ښار او یو شمېر ولسوالیو په کچه پراخ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې په زیاته اندازه نشهيي توکي کشف او نیول شوي دي.
-
د هلمند امنیه قومندانۍ پولیس راډیو ته ویلي، له تېرو پنځو میاشتو راپدېخوا د یاد ولايت امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مديريت مسؤلینو له لوري د مرکز لښکرګاه په ګډون یو شمېر ولسوالیو کې تر ۴۰۰ ډېرې اسلحې او نظامي تجهيزات نيول شوي.
-
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، چې د ګډو کشفي او امنیتي ځواکونو د منسجمو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ماشوم له اختطافګرو څخه روغ رمټ وژغورل شو.
-
د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو یو تن نیولی. د نشه يي توکو سره مبارزې د امریت منسوبینو د هراړخیزو او دقیقو پلټنو په ترڅ کې یاد کس له ۳.۵۰ کیلو ګرامه خامو چرسو سره نیولی.
-
د اسراییل پوځ ویلي، چې دوی په غزه کې د یوه روغتون لاندې د حماس یو تونل او د بل روغتیايي مرکز ترڅنګ د بل تونل د ننوتلو دروازه کشف کړې ده. لومړی تونل د غزې ښار په سوېل کې د اردني روغتون په شاوخوا کې موندل شوی دی.
-
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «اکسیوس» خبري وېبپاڼې ته ویلي، چې هغه د جمعې په ورځ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې او نتنیاهو «په حیرانوونکي ډول» د هغه د جګړې د ختمولو د طرحې د همکارۍ علاقه ښودلې ده.
-
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي، د ښاري نظم د ټینګښت، د جرمونو مخنیوي او د قانون د پلي کېدو په موخه یې د تورو ښیښو لرونکو وسایطو پر ضد خپل کمپاین ته دوام ورکړی دی.
-
د بغلان امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت د لویې لارې کنډک پولیسو یو تن نیولی، چې غوښتلیې د "تابلیت K" په نوم ۷۶ دانې نشهيي توکي له یاده ساحې ښار ته ولېږدوي.


