ستا مسیر و له لمر سپین ملا عمره!
حمزه حسیني زمونږ امیر المؤمنین ملا عمره! د مؤمنو زړو تسکین ملا عمره! ها! د ننګ د تاریخ پاڼې دې موږ لولو ستا د لوړ عزم متین ملا عمره! بت شکن د زمانې شولې اتله هر کردار دې وو، رنګین ملاعمره! ستا پښو ته دې د وخت شاهان لوګی شي ژمن اسلام ته وې امین ملاعمره! ته چې لاړې خوښي هم در سره تللې وې مین پر ښکلي دین ملا عمره! مجاهدې پرګنې درباندې ویاړي د عمر په څېر رښتین ملا عمره! د ”حمزه“ د زړه ټکور د سترګو توره! ستا مسیر و له لمر سپین ملا عمره!