slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

شاعر: پیر محمد کاروان روا په دې جنت کې ده مېوه د غنم وخوره خو دا وطن چې پرې نه ږدې په مینه یې غم وخوره درمان د زخمي ژبې دې نغمه د وطن بویه بلبله له خوشبو نه ډک د ګلو شبنم وخوره ښامار په غشو وَ وله لالونو ته دې غل دی په وږو ځیږو کاڼو باندې مار و لړم وخوره ګل ګل د رنګینۍ شه د ژوندون په سپین ټوکر، کې تار تار شه د ورېښمو ځان د ستنې په سپم وخوره په خپلو خزانو کې، درته چا داسې ویل چې په سوال په ګدایي باندې عرب و عجم وخوره داستان د اوښکو وینو خو باید په موسکا واوړي پرهر، د پرهرژلي ژوند ته غم د مرهم وخوره چې څانګې څانګې لمر په کې زرغون شي سباوون شي د شمعو په لښکر باندې دا شپې د تورتم وخوره که مینه د وطن یې زمزمه نه کړه کاروانه ګونګی ښه دی د رنګ پر ځای رانجه په قلم وخوره ۳ قوس ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ