slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

خوست ولایت کې د امنیتي او قومي مشرانو په منځګړیتوب د پرله پسو روغو جوړو په جریان کې یو ځل بیا په تڼیو ولسوالۍ کې یوې بلې مرګونې دوښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو. د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د تڼیو ولسوالۍ اوومې حوزې مسؤلینو او د ځایي قومي مشرانو په ملتیا د ولی الرحمن او کامل کورنیو ترمنځ ۱۳ کلنه دوښمني چې یو کس پکې وژل شوی و، له اوږدو خبرو اترو وروسته یو بل ته له بدو تېر او یاده دوښمني یې د دواړو خواوو په کامل رضایت د تل لپاره په دوستۍ پای ته ورسېده. په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اوومې حوزې امر فرید الله عمري په ګډون یو شمېر امنیتي منسوبینو ځایي علماء کرامو، سیمه ییزو قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخیستې وه. فرید الله عمري اړوند کورنیو ته مبارکي ورکړه او د یادې شخړې په هواري کې یې د ځایي قومي مشرانو غښتلې هڅې وستایلې. نوموړي زیاته کړه، په خپله کاري ساحه کې د امنیه قوماندانۍ د رهبرۍ په هدایت به د خلکو خوندیتوب ترڅنګ د شخصي شخړو هوارولو ته هم پاملرنه زیاتوي، څو د خلکو ترمنځ بد مرغه فاصلې ختمې او د مینې په فضاء کې ګډ ژوند مخته یوسي. د اړوند کورنیو غړو هم د ځایي مسؤلینو او سیمه ییزو قومي مشرانو څخه خوښي ښودله چې د دوی د شخړې په ختمولو کې یې رغنده ګامونه واخیستل او دوښمنۍ یې په روغه بدله شوه.

اړوند خبرونه

image
خوست ولایت کې د امنیتي او قومي مشرانو په منځګړیتوب د پرله پسو روغو جوړو په جریان کې یو ځل بیا په تڼیو ولسوالۍ کې یوې بلې مرګونې دوښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.