خبرونه روغتیا
-
د لغمان ولايت وياند عبدالمالک نيازی وايي چې په بادپښ ولسوالۍ کې د کډوالو چارو ریاست په همغږۍ د یونسیار موسسې په مالي مرسته، د عامې روغتیا ریاست په سکتور کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت، د کلینک يو باب ودانۍ جوړه او د ياد ولايت د والي شیخ شیراحمد حقاني، د ياد ولايت د کډوالو چارو د ريس او یو شمیر نورو ولايتي مسؤلانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. هېره دې نه وي چې یاد کلینیک په دوه واټونو کې ۱۸ خونې لري او څه د پاسه ۷ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
-
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست مسؤلان وايي،چې سیمه ییز تخصصي روغتون کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فیسټولا ناروغانو عملیاتخونه، د کيور روغتون او د Be Team نړیوالې مؤسسې په مالي همکارۍ د سیمه ییز روغتون په نسایي ولادي وارډ کې پرانیستل شوه. دوي ويلي چې د يادې څانګې په مرسته به د فیسټولا ناروغانو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
-
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت وياند وايي، د کابل ولايت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبینو په مرسته د کابل ښار له بيلابيلو سیمو څخه ١١٦ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه امید صحي کمپ ته ورپیژندل شوي دي.
-
-
د هېواد د عامې روغتیا وزارت مسؤلان وايي؛د ا.ا.ا. د عامې روغتیا چارسمبال وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي پخپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر، جِنک اونال سره وکتل. سرچينې زياته کړې چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د ترکیې هېواد له لوري د ملاتړ کوونکو روغتونونو سره د دوامداره همکاریو پر ملاتړ او پراختیا، افغان روغتیایي پرسونل ظرفیت لوړونې، خصوصي روغتیایي سکتور سره د باکیفیته درملو واردولو پر څرنګوالي، بېړنیو ناروغانو ته د ويزو ورکړې، د مور او ماشوم روغتیا ته پاملرنې، روغتیایي برخه کې پخوانیو تفاهمنامو ته بیا کتنې، اړوندو برخو کې د هوکړو تطبیق او روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
-
د بادغیس ولايت د پوليسو وياند صديق اللّٰه صدیقي وايي چې په تيرو ١٥ ورځو کې د نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت پرسونل له لوري د يو لړ عملياتو په پايله کې د ياد ولايت په مرکز قلعه نو ښار او له اړوندو ولسواليو څخه ١٠٣ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره د هرات زون اړوند د ترک اعتياد روغتيايي کمپ ته لېږدول شوي دي.
-
- 1402/12/13
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په قطر کې د هالنډ له سرپرست سفیر او جایکا ادارې له مسوول سره وکتل
-
بلخ؛ په نشه یي توکو روږدي ۴۷۰ تنه د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته واستول شو
-
بلخ؛ په نشه یي توکو روږدي ۴۷۰ تنه د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته واستول شو
-
په فراه کې د ګوزڼ ضد واکسینو د ۴ ورځني کمپاين پیل کېدل