خبرونه لوبې
-
د اسیا جام روانو سیالیو پایلوبه نن ماښام د افغانستان پر وخت اته بجې د دوبۍ په نړیوال کرېکټ لوبغالي کې د هند او پاکستان ترمنځ کېږي. د دې سیالۍ ګټونکې لوبډله به د اسیا اتله شي.
-
دې ولایت کې د رزمي ورزشونو ځانګړی کلپ د ښاغلي مهران حبیبي له لوري، چې فعال ورزشکار او د کلپ مالک دی، د دایکندی د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ د زاړه بازار په سیمه کې په رسمي توګه پرانیستل شو.
-
- 1404/07/03
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په وروستۍ سیالي کې میانمار هیواد ته د " ۸ – ۰ " ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړه او نېغ په نېغه د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته ووتله.
-
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ملي لوبډلې ۳۰ لوبغاړو ته د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه د والیبال ملي لوبډلې د تمریني کمپ لومړی پړاو، چې یوه میاشت مخکې پيل شوی و، د غوره لوبغاړو په ټاکلو پای ته ورسېده...
-
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مالدیف ملي لوبډلې ته د لس پر یو (۱۰–۱) په ستر توپیر ماتې ورکړه.
-
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۱۲ ولايتونو څخه د ۱۵۰ ووشوکارانو ترمنځ « د چين په کوربتوب د ووشو اسيايي سياليو څخه د مډال راوړونکو ورزشکارانو جام» په نوم د ووشو سيالۍ د دې فدراسيون په مرکزي جمنازيم کې پيل شوې...
-
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ماښام د اسیا جام په سیلیو کې په خپل ګروپ کې د بنګلهدېش د کرکټ لوبډلې سره مخامخ کېږي. لوبه د ماښام اووه بجې پیلېږي.
-
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت څخه د ۵۰ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې ټاکنيزې سيالۍ د دې ښار په حاجي نبي ښارګوټي کې ترسره شوې.
-
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د قوت الرمي ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۱۰ ولايتونو څخه د ۲۰۰ څخه زياتو ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي د سروزرو کمربند څلورم پړاو سر تا سري سيالۍ، د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شوې.
-
ټاکل شوې چې نن یکشنبه، د وږي ۱۶مه د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېاړخیزو شل اوریزو سیالیو وروستۍ او پرېکړهکوونکې لوبه وشي. دا سیالي به د کابل په وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې د شارجه په نړیوال لوبغالي کې وشي.


