خبرونه روغتیا
-
د دغو وقایوي وسایلو د وېش موخه، د کانګو تبې (CCHF) ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی او کنټرول ښودل شوی دی
-
د ښاغلي حماد په وينا پر نشهیي توکو روږدې دغه کسان به تر هغې درملنۍ لاندې وي، څو روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ شي او بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.
-
دا روږدي په ګڼو ولایتونو کې راټول شوي چې له درملنې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
-
د ملګرو ملتونو د روږدو کسانو د برخې مشاور کنتااوکویی اونورو مسؤلینو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لاسته راوړنې او فعالیتونه د ستایلو وړ وبلل او وویل چې زموږ موخه د روږدو کسانو درملنه، حمایه او له روږدیتوب څخه مخنیوی دی چې موږ به په یاده برخه کې ستاسو سره پوره همغږي او همکاری وکړو.
-
دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له ټولو سوداګرو او هټۍ والو څخه غوښتي وو چې د شرعي اصولو سره سمه سوداګري وکړي، د خلکو روغتیا ته پاملرنه وکړي او له داسې کړنو ځانونه وساتي چې دنيوي او اخروي زیانونه له ځانه سره لري.
-
د خوست د چاپېریالساتنې مشر قاري شریف الله مهاجر په دې سیمه کې د بټیو له څښتنانو وغوښتل چې د هغو موادو له سوځولو دې ډډه وکړي، چې هوا ککړوي.
-
په راټولو شوو کسانو کې، ۷ تنه په بغلان، ۲ تنه په پروان، ۷ تنه په بلخ، ۳ تنه په سمنګانو او يو تن په پکتیا کې را ټول او د ښې درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته ور پیژندل شوي دي.
-
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت لخوا د یاد ولایت واما، برګمټال او وانت ولسوالیو له مختلفو سیمو څخه ۳۱ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه صحي کمپ ته ورپیژندل شوي دي.
-
په دې پرانستغونډه کې د هلمند والي هم ګډون درلود.
-
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر په یاد ولایت کې د روږدو کسانو ۳۰ بستریز روغتون څخه هم له نیږدې لیدنه کړې او د کمپ مسول ته يې د روږدو کسانو د پاملرنې او درملنې په برخه کې اړینې سپارښتنې کړې دي.


