الحاج ملا آغا ولي نوراني د لوګر ولایت نوي امنیه قومندان په توګه د امنیه قومندانۍ منسوبینو او ولسونو ته معرفي شو
د معرفت غونډې ته د کورنیو چارو وزارت څخه لوړ پوړي چارواکي هم ورغلي وو. په غونډه کې، مشرانو خبرې وکړې او د پخواني امنیه قومندان، مولوي مخبت کړنې وستایلې او نوي امنیه قومندان ته یې په چارو کې د کامیابۍ هیله وکړه. نوي امنیه قومندان هم د اسلامي امارت مشرتابه له اعتماد څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې، په ټول توان به د ولس خدمت کوي. د ویلو وړ ده چې د امیر المومنین حفظه الله د فرمان له مخې، د لوګر ولایت پخوانی امنیه قومندان مولوي محمد الدین شاه مخبت د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ د امنیتي مرستیال او الحاج ملا آغا ولي نوراني د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ پخوانی امنیتي مرستیال د لوګر ولایت امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي.