slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت مسئولينو ويلي، د پوليو ضد واکسين فرعي کمپاين د نړيوالو ادارو په همکارۍ د قوس په ۶ مه پيل شوي او څلور ورځي به دوام وکړي چې شاو خوا ۷.۶۸ ميليونه ماشومانو ته به په نوموړي کمپاين کې د پوليو واکسين څاڅکي ورکړل شي. د عامې روغتيا وزرات وياند ډاکټر شرافت زمان د هيواد ورځپاڼې خبريال ته په ځانګړې مرکه کې وويل: د پوليو واکسين نوي کمپاين به د روان ۲۰۲۳ز کال د نوامبر له ۲۷ مه تر ۳۰مه نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره شي او د همدې کمپاين موده بيا به په ننګرهار، لغمان او کونړونو ولايتونو کې يو څه وغځول شې چې د نوامبر په ۲۵مه پيل او د ډيسمبر مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې به دوام ومومي تر څو په دې ولايتونو کې چې د پوليو ويروس له لوړ خطر سره مخ دي.دعامې روغتيا وزرات وياند زياته کړه،چې په نوموړي کمپاين کې به له لسو کالو کم عمره ماشومان د پوليو د واکسين تر پوښښ لاندې راشي، چې شاو خوا ۷.۶۸ ميليونه ماشومانو ته به په نوموړي کمپاين کې د پوليو واکسين څاڅکي ورکړل شي. بل لورته د افغانستان داسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ډاکټر قلندر عباد ويلي: «موږ هوډ لرو چې د خپلو شريکانو په ملاتړ پوليو ناروغي په افغانستان کې ختمه کړو».ښاغلي عباد زياته کړه: « د پوليو ناروغۍ وروستۍ پېښې د اندېښنې وړ دي. د پوليو واکسين کمپاينونه او لومړني روغتيايي خدمتونه به تر هغه جريان ولري چې دغه ناروغي مو له هېواده په بشپړه توګه له منځه نه وي وړي».همداشان ده پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ په ځانګړې توګه د والدينو، د ټولنې د مشرانو، قومي مخورو او ملا امامانو ملاتړ د پوليو په له منځه وړلو کې اړين دي، موږ غواړو چې هغوي له مړينې او ګوزڼ څخه د افغان ماشومانو د خونديتوب په برخه کې همکاري وکړي. پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په مټ د مخنيوي او له منځه وړلو وړ ده. کوم ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته شي په ټول عمر کې به فلج او معيوبه وي او يا به هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.په روان ۲۰۲۳ز کال کې تر دې دمه د پوليو ناروغۍ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې په اړه يې موږ خپله اندېښنه څرګندوو. له پوليو سره په مبارزه کې د عامو خلکو ونډه او د ټولنې دمخورو همکارۍ خورا زياته اړينه ده. کورنۍ د خپلو پنځو کالو کم عمره ماشومانو په واکسين کولو سره او د ټولنې مخور، ديني عالمان او مشران د پوليو واکسين له کارکوونکو سره دهمکاري له لارې کولاي شي خپله رغنده ونډه ددې ناروغي د له منځه وړلو په برخه کې ترسره کړي. سميع الله مومند