په لومړي ځل د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځۍ منظور شو
د لوړو زدکړو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛چې په هېواد کې د بدخشان ولایت ولسونو لپاره د معیاري روغتیایي خدمتونو اسانتیا رامنځته کولو او طبي ستونزو د حل په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه په ځانګړې امر سره د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځۍ منظور شوه.
بايد وويل شي چې دا لومړی ځل دی، په بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځۍ منظور شوه.