slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د بهر مېشته افغان علمي او ټولنیزو شخصیتونو له پنځلس کسیزه پلاوي سره وکتل
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشته افغان علمي او ټولنیزو شخصیتونو له پنځلس کسیزه پلاوي سره لیدنه کې په ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.
د ناستې پیلیزه وینا کې شیخ محمد خالد الحنفي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د اسلام مبارک دین اساسي موخه د انسان د بندګۍ له زنځیرونو څڅه د بشریت خلاصون دی.
ښاغلي حنفي همداراز د یاد وزارت په لاسته راوړنو او کړنلارو مفصلې خبرې وکړې او ویې وویل چې په ټولنه کې د خلکو عامه پوهاوي لوړېدا لپاره په لویه کچه هڅې روانې دي او د خلکو سره پراخه همغږي شتون لري.