د هرات مرستیال والي د زاول ولسوالۍ خلکو د ستونزو اورېدو په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین او د هرات ولایت مرستیال والي مولوي حیات الله مهاجر فراهي د کلیو بیارغونې او پراختیا، اقتصاد، عامې روغتیا او ارشاد، حج او اوقاف ریاستونو له رئیسانو او د پوهنې ریاست له استازو سره یو ځای د زاول ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه او د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزې یې واورېدې. د زاول اوسېدونکو له مرستیال والي سره په کتنه کې په دې ولسوالۍ کې د کلينيک نشتوالى، پاکو اوبو ته نه لاسرسى، د سړکونو نشتوالى او د ښوونځیو نه ترمیم د خپلو عمده ستونزو په توګه شريک کړل. دوی زیاته کړه، چې په تېر کې په دی ولسوالۍ د بيارغونې په برخه کې هېڅ کار نه دي شوی او له اسلامي امارت څخه یې د پراختیايي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه. په ورته وخت کې د هرات مرستیال والي وايي چې محرومو ولسوالیو ته پاملرنه د هرات د محلي ادارې لومړیتوب دی. نوموړي زیاته کړه، چې د زاول ولسوالۍ د خلکو د ستونزو د حل په موخه به هڅې لا ګړندۍ کړي.