slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

څو ورځې وړاندې په بدخشان کې یو واورین پړانګ د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د مالدارانو پر څارویو برید کړی و او ګڼ شمېر مېږې یې داړلې وې. د غه پړانګ چې وروسته د چارواکو له لوري نیول شوی اوس د کرنې، ابو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې دوی مربوط وټرنرانو تر کتنې او د برید پر مهال د وراوختو زخمونو د درملنې لپاره په خوندي ځای کې ساتل کېږي. وزارت په دې اړه په خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، چې د کتنې او درملنې تر بشپړېدو وروسته به د دې لپاره چې د دغه واورین پړانګ د ژوند لپاره مناسب ځای طبیعت دی، په یو مناسب ځای کې به خوشې شي.