خبرونه لوبې
-
د تازه اعلان له مخې، د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډله به خپله لومړۍ سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۱۶مه د کوربه هېواد، سویلي افریقا د کمعمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
-
افغان ورزشکارانو د د ازبکستان په کوربتوب د موی تای ۲۰۲۵ بین المللي سياليو کې دوه د سرو زرو، څلور د سپينو زرو او څلور د برنزو مډالونه وګټل.
-
د لړم په ۲۴مه هرات د سپورت د مینهوالو، قومي مخورو او ځوانانو د هغه ولولو ډګر و، چې پکې د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې تاریخي بریا د یوې سترې غونډې په بڼه ونمانځل شوه.
-
- 1404/08/20
د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو په خپله دویمه لوبه کې هند ته د ۹۳ – ۲۳ امتیازونو په ستر توپیر ماته ورکړه.
-
د عزيزي سوداګريز ګروپ د بحرين په کوربتوب د اسيايي سياليو درېيم پړاو سياليو کې د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې اتلان وستايل او د دوی دغه ستره لاسته راوړنه يې د يوې ځانګړې ستاينغونډې په جوړولو سره ونمانځله.
-
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د فوتسال(۱۷ کلنو کم عمره) ملي لوبډلې سره لیدلي.
-
- 1404/08/11
د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره افغان ملي لوبډله د بحرين په کوربتوب د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو کې له اتلولۍ ګټلو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه، چې د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ او هېوادوالو له لوري يې تود هرکلی وشو.
-
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ لیګ سیالۍ، چې دوی هفتې وړاندی شروع شوې وې د کولالانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
-
افغان ورزشکارنو د نویو ځوانانو په اسیایي سیالیو کې، له یوه بریالي سفر وروسته، په کمو امکاناتو ۶ مډالونه ګټلي دي، افغان ورزشکاران سره له دې چې په یادو سیالیو کې یې د نورو هېوادونو په پرتله په کم تعداد ګډون کړی و؛ خو له نیکه مرغه چې د بریا تله یې درنه وه ، په ویاړ سره یې د افغانستان ښه استازولي وکړه او ۶ مډالونه وګټل.
-
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د پاکستان هوايي ځواکونو وروستي برید ته په غبرګون کې، د پاکستان په کوربهتوب راروانه درې اړخیزه کرېکټ لوبلړۍ کې به ګډون ونهکړي.


