خبرونه لوبې
-
د کابل ښار د نښه ویشتنې ټاکنیزې سیالۍ د دې برخې د ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په ملتیا د کابل ولایت د ولسوالیو ترمنځ د ۳۴ ورزشکارانو په ګډون د یوې ورځې لپاره وشوې.
-
د هېواد المپیک او ورزش عمومي ریاست د ملت سټیل شرکت سره د ځوان فوټبالر محمد عثمان عاطف د ملاتړ لپاره هوکړه لیک امضا کړ، ترڅو د هغه د زدهکړو او ورزشي استعدادونو د ودې په برخه کې مرسته وکړي.
-
د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس احمد الله وثیق د یادې ادارې د مسوولینو په شتون کې، په افغانستان کې د قزاقستان سفیر ګزیز اکباسوف سره ولیدل او خبرې یې سره وکړې
-
د یادونې وړ ده چې ټولې سیالۍ د بشپړ امنیت په فضا کې ترسره شوې.
-
چماييف د ډوپلېسس د اتلولۍ کمربند د درېیم ځل لپاره د دفاع هڅې ناکامې کړې او په بشپړ ډول یې د سیالۍ ګټونکی وګرځېد. نوموړي د خپلو ځواکمنو ګوزارونو او تاکتیکي لوبې په وسیله سیال تر کلک فشار لاندې وساته او لوبه یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.
-
مراسم د ورزشکارانو په لښکرکشي (رژه) پیل شول او د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ګډونوالو ته د وینا پر مهال د یادې ورځې مبارکي ورکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې دا ډول پروګرامونه د ملي یووالي او خوښۍ نښه ده.
-
- 1404/05/20
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمد الله وثیق په خپل کاري دفتر کې له جورجیا هیواد څخه راغلي سیلاني او د بایسکل ځغلونې پخواني روزونکي نودر بریدز سره وکتل.
-
د ټراټ دغه څرګندونې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال اعتبار او د لوبغاړو د هڅونې لپاره یو مثبت پیغام بلل کېږي.
-
راشد خان اوس د شل اوریزو کرېکټ یو ژوندی اسطوره ګڼل کېږي، چې لاسته راوړنې یې د افغان کرېکټ لپاره د ویاړ سرچینه ده.
-
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، له هغو افغان ووشو ورزشکارانو ستاینه وکړه چې د ووشو د آسیایي سیالیو په دولسم پړاو کې یې د سرو، سپینو او برونزو مدالونه ترلاسه کړي دي.


