د ترافیکو لوی ریاست خبرتیا!
ټولو د ښي لاس موټر لرونکو کسانو ته چې پخوا یې د سټیکر کارتونه ترلاسه کړي و او پليټ نمبرونه یې نه دي اخیستي، خبر ور کول کیږي، چې د کاغذي سټیکرو موده یې پای ته رسیدلې ده. په همدې اړه د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو لوی ریاست د یادو وسایطو مالکان خبروي، چې سر له نن څخه چې ۲۰/۹/۱۴۰۲ نیټې سره سمه راځي تر یوې میاشتې پورې خپلو وسایطو ته نمبر پلیټونه واخلي. د سرغړونې په مهال به قانوني چلند ورسره وشي، چې وروسته څوک د شکایت حق نه لري.