لیتیوم عنصر او په افغانستان کې یې پراخې زېرمې
لیتیوم چې د نړۍ په کچه ورته د سپینو سرو نوم ورکول کېږي، په نننۍ نړۍ کې ستر اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت لري. افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د لیتیوم پراخې زېرمې لري او د راتلونکي لپاره یې ارزښت بېساری دی. دلته یې ارزښت او ګټې په څو برخو کې بیانولای شو.
اقتصادي ارزښت:
لیتیوم د برېښنایي وسایلو لکه موبایلونو، لپټاپ کمپیوټرنو، کیمرو، فضایي راکټونه، سولر ښیښو او په ځانګړي ډول د برېښنایي موټرو د بیټریو بنسټيزه برخه ده.
همدا راز دغه ارزښتناک عنصر په طبي درملو کې هم خورا ډېر کارول کیږي.
په نړیواله کچه ورته تقاضا ورځ تر بلې ډېریږي، ځکه نړۍ د فوسیل سون توکو پر ځای پاکې انرژۍ ته مخه کوي.
افغانستان که وکولای شي د لیتیوم استخراج په سمه توګه تنظیم کړي، نو د کلونو لپاره د ستر اقتصادي عاید سرچینه کېدای شي.
ستراتیژیک اهمیت:
لیتیوم د هغو موادو له ډلې دی چې په نړیوال سیاست کې د ځواک توازن بدلولی شي.
افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا تر منځ پروت دی، که د دې ارزښتناکې مادې زېرمې مدیریت کړي، کولای شي د سیمهیزو هېوادونو لپاره د انرژۍ د بدیلونو اصلي مرکز شي.
د صنعت او ټکنالوژۍ ګټه:
د لیتیوم کارونه یوازې په بیټرۍ کې نه، بلکې په نوې ټکنالوژۍ، هوايي صنعت، فضايي ساینس او د درملو په جوړونه کې هم کارول کېږي.
که اسلامي امارت په دې برخه کې بشري ځواک وروزي او ځانګړې تجربې ترلاسه کړي، نو هېواد به مو د نوي ټکنالوژۍ د یو ستر انقلاب برخه شي.
ملي ګټې:
په سمه توګه د لیتیومو استخراج د افغانستان اقتصادي خپلواکۍ ته لاره هواره وي.
که د بهرنیو کمپنیو پر ځای د افغانانو ظرفیتونو په لوړولو کار وشي، نو د هېواد د ودانولو لپاره به د تلپاتې عاید سرچینه شي.
د کارموندنې زرګونه زمینه به رامنځته کړي، چې د بېکارۍ کچه راټيټه کړي.
په ټوله کې لیتیوم د افغانستان د سبا ورځې د اقتصادي سرو زرو حیثیت لري، خو دا ارزښت یوازې هغه وخت په ملي ګټه بدلیدلي شي چې راڼه مدیریت، ملي حاکمیت، او د داخلي ظرفیتونو پیاوړتیا ته پاملرنه وشي