slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په پام کې ده، چې د ټرافیک پولیسو لوی ریاست د سړک سر ټرافیک پرسونل برخه کې یو شمېر کسان نوي په دندو وګوماري. هغه هيوادوال چې په اړونده برخه کې علاقه مندي لري( هغه کسان، چې د پوليسو اکاډمۍ له ترافيکو څانګې فارغ دي لومړيتوب ورکول کېږې) خبر ورکول کېږې، چې د روان‌کال له ۱۹/۶/۱۴۰۲ نېټې د یکشنبې ورځې تر (۴:۰۰) بجو خپلې عريضې او تحصیلي اسناد د ترافیک پولیسو لوی ریاست اړوند تعلیم او تربیې څانګې ته وسپاري، ترڅو ټاکل شوې کمېټه ياد اسناد وارزوي او وړ کسان د ازموينې له لارې په شفافه توګه په اعلان شوي تشکيل کې وګمارل شي.