تېر درېیو کلونو کې د هېواد په کچه ۹ استوګنیز ښارګوټي دولتي ثابت شوي.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له رامنځته کېدو راهیسې، په ټول هېواد کې د لسګونو استوګنیزو ښارګوټو دوسیې تر بررسۍ لاندې نیولي چې په پایله کې، ۹ ښارګوټي د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمو د شرعي پرېکړو پر بنسټ په بشپړ ډول، امارتي (دولتي) ملکیت اعلام شوي دي