slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د عدلیې وزارت مؤظف هیئت د مرکز زرګرانو د اتحادیې له رئیس او د هیئت نورو غړو سره لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ او په دغو ولایتونو کې یې د زرګرانو د فعالیت څرنګوالی بررسي کړ.

یاد هیئت د طلا په عیار او نرخ کې د جعل‌کارۍ د مخنیوي په موخه په ننګرهار ولایت کې د زرګرانو ۱۴۰ دوکانونه او ۷۰ کارخانې او په لغمان ولایت کې ۲۲ نور دوکانونه بررسي کړل.

د دغې بررسۍ په ترڅ کې هیئت له زرګرانو سره موجود  غیر معیاري سره زر مشخص کړل او هغوی ته يې د دې توصیې پر مبنی چې  په راتلونکي کې د غیرمعیاري سرو زرو له پلورلو څخه ډډه وکړي، له یادو زرګرانو څخه ژمنه هم واخیسته.

همدارنګه موظف هیئت د لغمان ولایت له یو شمېر زرګرانو سره هم ناسته ترسره کړه او د اتحادیې رامنځته کولو او د هغې د اهمیت په اړه یې خبرې وکړې چې په ترڅ کې یې یوه اتحادیه جوړه او د نظر سنجۍ په اساس دوه تنه د رئیس او مرستيال په توګه وټاکل شول.

د عدلیې وزارت موظف هیئت په نورو ولایتوکې هم د زرګرۍ دوکانونه او د سرو زرو پلورنځي بررسي او نظارت کوي ترڅو بازار ته معیاري سره زر عرضه شي او د جعل‌کارۍ مخه ونیول شي.