slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د رسنيو له لارې ولس ته د حساب ورکونې په ياده غونډه کې ښاغلي خیبر ويلي؛ د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د تېرې مياشتې په په جریان  کې په ټول هېواد کې د مېرمنو اړوند ۳۰ حقوقي قضیو ته رسېدنه کړې، چې له دې جملې څخه نهه مېرمنې د میراث له حق څخه برخمنې شوې دي، د ۱۰ مېرمنو د اجباري نکاح مخه نیول شوې، ۷مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه ژغورل شوې او ۲ نورې مېرمنې بيا له کورني بند څخه ازادې شوې دي.وياند زیاته کړې چې دې وزارت په تېرو ۳نیمو کلونو کې د څه باندې ۶زره مېرمنو د جبري نکاح مخه نيولې ده.همدا راز نوموړي پخپلو خبرو کې دا هم ويلي چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو له وزارت سره ټول ټال ۱۱۸۵شکایتونه ثبت شوي او له دې جملې څخه ۸۵۰ یې حل او فصل شوي دي.