کورني خبرونه
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د لارښوونو پر اساس د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر، د خپل کاري سفر په ترڅ کې پکتیکا ولایت ته تللی.
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ځانګړې عملیاتي قطعي قومندانۍ له نظامي مسلکي زدهکړو څخه لسګونه مجاهدین او منسوبین د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
بهرني خبرونه
د کاناډا حکومت اعلان کړی، چې سوریې هېواد نوم یې د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو، او همداراز د تحریرالشام نوم یې هم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لرې کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې دا یو حقیقت دی او باید ومنل شي، چې اسلامي امارت په بشپړه توګه د افغانستان پر وضعیت کنټرول لري.