خبرونه افغانستان
-
د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلین ټینګار کوي چې ټولې ودانیزې چارې باید د ښار جوړونې د اصولو، رسمي نقشو او قانوني اسنادو پر بنسټ ترسره شي.
-
د امر بالمعروف وزارت محتسبین ډاډ څرګندوي چې د مېرمنو له شرعي حقونو څخه به په پوره مسؤلیت دفاع کوي، او هغه دودونه به له منځه وړي چې د ښځو پر حقوقو منفي اغېز کوي.
-
یاد ډاکټر د خوست ولایت ببرک تاڼې اړوند خاني غریزه سیمه کې د اختطافګرو له منګولو خلاص او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
-
د یوناما مرستیال ډاډ ورکړ چې دوی هڅه کوي له یادې پروژې پرته، په روغتیا، انرژۍ، څښاک اوبو، سړکونو او نورو برخو کې هم د کندوز ولایت لپاره مهمې پروژې راجلب کړي.
-
ټول نیول شوي کسان د لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.
-
د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د اوبولګولو ۸ کیلومتره کانال د ترمیم او جوړولو عملي چارې وڅارل شوې
-
د زیانمنې کورنۍ غړو د خوست سرې میاشتې له رهبري څخه مننه وکړه او د دوی بشرپاله او وختي خدمتونه یې وستایل.
-
په غونډه کې مشرانو د خپلو سیمو ځینې ستونزې او اړتیاوې هم له والي سره شریکې کړې. والي هغوی ته ډاډ ورکړ چې مقام د ټولو لپاره پرانیستی دی او زیاته یې کړه: "موږ ستاسو د خدمت لپاره دلته یو."
-
د خوست ولایت د شهدا او معلولینو ریاست لپاره نوی رئیس مولوي محمد نبي محمدي د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې معرفي او رسما یې خپله دنده پيل کړې.
-
نوموړي کسان له دې نشهيي توکو سره د جلال اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.


