خبرونه افغانستان
-
کابل کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د درې زره او پنځه سوه مجاهدینو د فراغت له مراسمو سره، اسلامي امارت د اداري، مسلکي او تخنیکي وړتیاوو د پیاوړتیا یو بل مهم پړاو ته داخل شو. په دې مراسمو کې د حکومت د بېلابېلو سکتورونو لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ او د عصري علومو په برخه کې د امارت د اوسنیو پروګرامونو او پراخو هدفونو په اړه یې مفصلې ویناوې وکړې.
-
کابل کې د سیمهییزو اړیکو پیاوړتیا لپاره د دیپلوماتیکو لیدنو لړۍ چټکه شوې او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارواکي له ترکيې او چینایي استازیو سره پر یو لړ مهمو موضوعاتو بحثونه کړي دي.
-
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین د سېشنبې په ورځ د یو لړ مهمو دوه اړخیزو او سیمهییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
-
مالیزیا کې د افغانستان سفیر نقیبالله احمدي د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي اسیا له رييس خیرالنذرین عبدالرحمن سره لیدنه کړې.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پرې کېدو دوام د پاکستان اقتصادي جوړښت له جدي ستونزو سره مخ کړی او د دغه هېواد د بازارونو، تولیدي فابریکو او صادراتي لارو پر فعالیت یې منفي اغېز کړی دی.
-
د اسلامي امارت رییسالوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په تازه غونډه کې د دوو مهمو ملي موضوعاتو—د بېکیفیته تېلو د وارداتو مخنیوی او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ بهیر—په اړه مفصل بحث شوی دی.
-
- 1404/09/09
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت د ګرزیوان او بلچراغ سیمو له یو شمېر مخورو او سپینږیرو سره د لیدنې پر مهال د یادو ولسوالیو ټولنیز، امنیتي او انکشافي وضعیت ته غوږ نیولی دی.
-
قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د واشنګټن وروستۍ پېښې ته په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره (ISI) هڅه کوي د ملي ګارډ پر غړو برید د اسلامي امارت له نوم سره وتړي.
-
مالیې وزارت وايي چې د هرات ولایت د اسلامکلا ګمرک کې نږدې ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بېکیفیته پټرول او ډیزل د محکمې د حکم پر اساس او د اړوندو دولتي ادارو د استازو په حضور کې له منځه یوړل شول.
-
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له شپږو شرکتونو سره د یوې نوې هوکړې لاسلیک اعلان کړی، چې له مخې به یې د مسافرو وړونکو او باروړونکو وسایطو کې د GPS دستګاوو د نصب بهیر پيلېږي.


