خبرونه افغانستان
-
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي اټکل کوي چې سږ کال به په دغه ولایت کې د پنبې تولید شاوخوا ۸ زره او ۶۰۰ ټنو ته ورسېږي.
-
د تاجیکستان ځانګړي استازي په مشرۍ د دغه هېواد لوړپوړي پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې لیدنه کړې.
-
کابل ښاروالي وایي چې له بدخشان ولایت څخه یو واورین پړانګ د تخنیکي پړاوونو ترسره کولو او له مسلکي ارزونې وروسته، د خوندیتوب د ټولو تدابیرو په پام کې نیولو سره کابل ژوبڼ ته لېږدول شوی دی.
-
د ننګرهار چارواکي وايي چې د لعلپورې ولسوالۍ لنډي خيبر سيمه کې مازديګر ناوخته د روغتيا پالو اړوند بکسه ډوله عمله موټر الټو سره د جنګېدو په پېښه کې اوښتی، چې له امله يې يوه قابله شهيده شوې او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
-
په کابل کې د امام ابوحنیفه رحمه الله څلورم ملي او نړیوال نندارتون کې د ننګرهار وادې کرنیز شرکت خپل کرنیز تولیدات او پروسس شوې محصلات نندارې ته وړاندې کړل.
-
پلعلم ښار کې د کانکرېټي دیوالونو او خنډونو د لرې کولو لړۍ د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون له لوري په جدي ډول دوام لري.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې تهران په دې وروستیو کې د افغانس...
-
افغان ورزشکارانو د د ازبکستان په کوربتوب د موی تای ۲۰۲۵ بین المللي سياليو کې دوه د سرو زرو، څلور د سپينو زرو او څلور د برنزو مډالونه وګټل.
-
د مالیې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راځي چې د دې وزارت وزیر ملا محمد ناصر اخوند د روان کال د لړم میاشتې په ۲۵مه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي له غړي خان جان الکوزي او هېواد ته د درملو وارداتو له یو شمېر سوداګرو سره ځانګړې ناسته وکړه.
-
د لړم په ۲۴مه هرات د سپورت د مینهوالو، قومي مخورو او ځوانانو د هغه ولولو ډګر و، چې پکې د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې تاریخي بریا د یوې سترې غونډې په بڼه ونمانځل شوه.


