خبرونه افغانستان
-
د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد ویلي چې تېره شپه پاکستاني پوځ په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بریدونه کړي دي. د مجاهد په وینا، په خوست ولایت کې د ګربز ولسوالۍ په «مغلګۍ» سیمه کې د یو کور په نښه کولو سره یوه ښځه او نهه ماشومان شهیدان شوي، او په نورو سیمو کې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
-
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د روان کال په لړم میاشت کې ټولټال ۱۸ زره او ۵۷۲ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو حضوري او غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.
-
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي چې هند هوکړه کړې، څو افغان ناروغانو ته د ویزو ورکولو بهیر بېرته پیل کړي. دغه څرګندونې هغه د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۳مه، په نوې ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د خبري کنفرانس پر مهال وکړې.
-
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د متحده عربي اماراتو له نوي سفیر سيف محمد الکتبي سره ولیدل، چې په دې لیدنه کې سفیر خپل د باورلیک نقل افغان لوري ته وسپاره.
-
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان پر ځينو سیمو د نویو هوايي بریدونو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې لس ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
-
مالیې وزارت وايي د پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو تر پرېکون وروسته د هېواد د وارداتو او صادراتو په بهیر کې هېڅ ګډوډي نه ده رامنځته شوې او سوداګري د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په عادي او منظم ډول پر مخ روانه ده.
-
نویو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په میړانه ساتنه کوي.
-
- 1404/09/03
د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د پولیو ضد ملي کمپاین نن رسماً پیل شو او چې په پایله کې به یې د هېواد په ۱۷ ولایتونو او ۱۷۹ ولسوالیو کې به د پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۷.۴ میلیونه ماشومان واکسین شي.
-
- 1404/09/03
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې د شاوخوا ۳۷ میلیون افغانیو په ارزښت د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند شپږو کلیو ته د برېښنا رسونې د یوې نوې پروژې چارې پیل شوې.
-
د کابل ښاروالي وایي چې د ښار له ګڼېګوڼې په ډکو ساحو کې د خلکو خوندي تګ راتګ په موخه د ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت د لسو هوايي پلونو جوړولو پروژې چارې پیل شوې دي.


