خبرونه افغانستان
-
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت له لوري د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنيوي په تړاو د همغږۍ جوړه شوې غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
-
کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شوی دی.
-
مالیې وزارت وايي، چې د نړیوال بانک او قراردادي شرکتونو د پروژو د پيسو اسناد د نړیوال بانک د ګډ ټیم او مالیې وزارت له خوا بررسي شوي او د پیسو د ورکړې لړۍ یې پيل شوې.
-
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، په کابل کې د جاپان له نوي سفير ښاغلي ماساموتو کينيچي سره تعارفي ليدنه وکړه.
-
سیمهییزو چارواکو ویلي چې د ایران په سیستان او بلوچستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله مړه ټول افغانان بېرته افغانستان ته لېږدول شوي او اوس اجرستان ولسوالۍ ته رسېدلي دي.
-
د تازه اعلان له مخې، د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډله به خپله لومړۍ سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۱۶مه د کوربه هېواد، سویلي افریقا د کمعمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
-
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو په کمېدو د افغانستان ختیځ ولایتونه، چې وروستیو زلزلو پرې سخته اغېزه کړې، د بیارغونې لپاره کافي امکانات نه لري. د بشري اړتیاوو د ارزونې له مخې، یاده سیمه لږ تر لږه ۱۲۸ میلیون ډالرو عاجلې مرستې ته اړتیا لري.
-
د هېواد د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې سږ کال په ټول هېواد کې د ښوونیزو تاسیساتو د پراختیا بهیر ګړندی شوی او یوازې په ۲۱ ولایتونو کې د ۱۷۹ ښوونځیو د نوو ودانیو جوړولو کار بشپړ شوی دی. د وزارت د معلوماتو پر اساس، یادې ودانۍ په ټولیز ډول د شاوخوا ۲ میلیارد او ۱۷۷ زره افغانیو په مالي لګښت رغول شوې دي. همداراز د شپږو دیني مدرسو لپاره تازه ودانۍ هم چمتو او کارېدنې ته سپارل شوې دي.
-
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې کابل او نوی ډیلي پرېکړه کړې چې په خپلو سفارتونو کې د سوداګرۍ ځانګړي استازي وګماري. د هندي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، د دغه وزارت یو چارواکي «انند پرکاش» ویلي چې د پرېکړې له تطبیق سره به افغانستان وکولی شي په نږدې راتلونکي کې خپله سوداګریزه اتشه هند ته معرفي کړي.
-
کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په پرانېستغونډه کې وویل، د ایران ترانسپورټي او ترانزیټي وړتیاوې له دې ډلې بندر عباس، چابهار بند او د اوسپنې کرښې د افغانستان د خلکو په خدمت کې دي.


