خبرونه افغانستان
-
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کې د انارو په ملي او نړيوال نندارتون کې ګډون کړی دی.
-
غزني ولایت کې د آببند ولسوالۍ امنیتي ځواکونو یو شمېر نظامي توکي د یو کس له نیول کېدو وروسته ترلاسه کړي دي.
-
د هرات ولایت امنیې قومندانۍ وايي چې د دې ولایت امنیتي ځواکونو د وسلهوالو غلو یوه ۱۴ کسیزه ډله د ځانګړو کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیولې ده.
-
امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د خپلې تېرې اونۍ د کړنو راپور خپور کړی چې له مخې یې په ټول هېواد کې د دیني، ټولنیزو او اداري چارو په برخه کې ګڼ فعالیتونه ترسره شوي دي.
-
- 1404/08/20
د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو په خپله دویمه لوبه کې هند ته د ۹۳ – ۲۳ امتیازونو په ستر توپیر ماته ورکړه.
-
- 1404/08/18
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې نن (یکشنبه، د لړم ۱۸مه) ۲۰۰ زره کیلو ګرامه نشهیي توکي وسوځول.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمداسحاق ډار سره په ټيلېفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ثبات او خبرو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.
-
مالیې وزارت وایي چې اسلامي پراختیایي بانک په کابل کې د ۲۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د زړه ناروغیو د درملنې ۱۰۰ بستریز معیاري روغتون جوړولو ته بشپړ چمتووالی ښودلی دی
-
افغاني سرې میاشتې خبر ورکړی چې هغه ۴۹ افغان ماشومان چې د سوځیدنې او هډوکو انتاناتو په څیر پیچلو ناروغیو د درملنې لپاره جرمني ته لیږل شوي وو، له بشپړې روغتیا وروسته بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
-
د سرحدونو، قومونو او قابلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د پاکستان رژیم د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، موږ له چا سره جنګ نه غواړو او چاته ستونزې هم نه جوړوو.


