خبرونه افغانستان
-
په تهران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو له عمومي رییس علي اکبر نظري سره لیدنه وکړه.
-
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۴مه نېټه د سمنګان ولایت سفر وکړ او هلته یې د زلزلې له امله له زیانمنو شویو هېوادوالو سره د خواخوږۍ او مرستې په موخه لیدنه وکړه.
-
د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو په هېواد کې د پنځو ولایتونو په مختلفو سیمو کې د نشه يي توکو پر ضد عملیات ترسره کړل.
-
د امربالمعروف وزارت د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې؛ د فراه ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب یوه لس کلنه نجلۍ، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یوه (۷۵) کلن کس ته په نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.
-
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سروضې او یوسف خېلو په ولسوالیو کې پر یو شمېر بزګرانو د غنمو د ننداریزو کروندو جوړولو په پار د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشلي.
-
د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د شمال ختیځ زون ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت ابوبکر صدیق (رض) له ښوونیز مرکز د یوولسمې دورې، له درې ماشتنیو، تکتیکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته ۴۵۰ تنه ځوان منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
-
نوموړي زیاته کړه، چې ازبکستان نه یوازې د افغان کرنیزو محصولاتو د اخیستو چمتووالی لري، بلکې له افغانانو سره به په ګډه کار هم وکړي، څو د افغانستان د کرنیزو توکو لپاره نړیوال بازارونه وموندل شي.
-
جاکارتا کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر مولوي سعدالله بلوچ د «د سفیرانو خبرې اترې: د اندونیزیا په پوهنتونونو کې د نړیوالو زدهکړيالانو لپاره د بورسونو ترویج» تر سرلیک لاندې په یوه پروګرام کې ګډون وکړ.
-
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، چې له انارو وروسته روسیې ته د مڼو د صادراتو پیل یو مثبت او ګټور ګام دی.
-
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې د اسلامي امارت مرکچي پلاوی نن (چهارشنبه، د لړم ۱۴مه) له پاکستاني پلاوي سره د مذاکراتو په موخه ترکیې ته لاړ شي.


