خبرونه افغانستان
-
د عزيزي سوداګريز ګروپ د بحرين په کوربتوب د اسيايي سياليو درېيم پړاو سياليو کې د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې اتلان وستايل او د دوی دغه ستره لاسته راوړنه يې د يوې ځانګړې ستاينغونډې په جوړولو سره ونمانځله.
-
د عامې روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د تېرې شپې زلزلې له امله په بلخ او سمنګان ولایتونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي او له ۵۳۰ زیات نور ټپیان دي. د یاد وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان وايي، دا شمېرې لومړنۍ دي او کېدای شي د ژغورنې د روانو هڅو په ترڅ کې بدلون ومومي.
-
د راپورونو له مخې د بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو اوسېدونکي د تېرې شپې له زورورې زلزلې وروسته له سختو زیانونو سره مخ شوي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې مرستندویه ډلې او ضروري طبي وسایل زیانمنو سیمو ته استول شوي دي.
-
د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د هېواد په شمال کې د تېرې شپې زلزلې له امله د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي...
-
د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس مرستیال والي ملا غوث الدین کاکا او د دې ولایت له یو شمېر مسوولینو او مجاهدینو سره لیدنه کړې
-
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني د روزګان او ننګرهار ولایتونو د مهاجرینو لپاره د ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړل.
-
تېره شپه شاوخوا د یوې بجې په شاوخوا کې، د افغانستان شمالي ولایتونه د زورورې زلزلې له امله ولړزیدل.
-
له خوسته په راغلې خبرپاڼه کې پولیس راډیو ته ویل شوي چې د ښار مرکزي سیمه کې رامنځ ته شوې اورلګیدنه مهار او د زیان اوښتو مخه یې نیول شوې
-
د افغانستان اسلامي امارت د تېرې شپې د زلزلې سره خواخوږي څرګنده کړې. د تېرې شپې ځمکلړزه په بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو کې
-
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راځي چې د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په قلات ښار کې د تاریخ تېر خوارکي توکو ډک هغه موټر نیولی، چې له پلازمېنې کابل ښار څخه یې تر تاریخ تیر خوراکي توکي راوړل او په سیمه کې یې پر خلکو خرڅول


