خبرونه افغانستان
-
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د دې وزارت د اوروژنې او پېښو مخنيوي ریاست د کارکوونکو د جوړ شوي ښوونيز سمينار د پای غونډې په مراسمو کې ګډون وکړ.
-
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی ریاست په چوکاټ کې د خوست پولیس راډیو څانګې د پرانیستې په پار شانداره مراسم ترسره شول.
-
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ریاست په چوکاټ کې د خوست پولیس راډیو د پرانیستې په پار شانداره مراسم ترسره شول.
-
د ننګرهار پوهنتون رسنیز دفتر رسنیو ته په استولې خبرپاڼې کې ویلي، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه.
-
- 1404/08/04
تېره ورځ د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د ۴ اعشاریه ۸ ميګاواټه برېښنا توليدي فابريکې او له سنګين ولسوالۍ د قندهار تر میوند ولسوالۍ د ۸۰ کیلومتره برېښنايي مزو غځولو پروژو مراسم ترسره شول.
-
د افغانستان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته پرلپسې بحثونو وروسته تېره شپه دوه بجې پاکستاني لوري ته خپله نهايي شوې مسوده وسپارله.
-
د خوست ولایت د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د دې ولایت په شمل دوه منده ولسوالۍ کې څلور خویندې چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د نکاح له شرعي حقه بې برخې وې او پلار یې خپلو لوڼو ته د شرعي نکاح کولو اجازه نه ورکوله د محتسبینو په هڅو برخمنې شوې.
-
د عدلیې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اريا ښارګوټي د اسنادو تر څېړولو او رسېدنې وروسته څرګنده شوه، چې ۱۸ اعشاریه ۲ جریبه ځمکه امارتي ده.
-
- 1404/07/27
د افغانستان اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند او د مالیزیا لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم ترمنځ د تلیفوني خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو او سیمهییزو موضوعاتو خبرې شوې دي.
-
کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي عبدالله مختار د یو لړ مراسمو په پایله کې د خوست د نوي والي په توګه وپېژندل شو او رسماً يې دنده پیل کړه.


