خبرونه افغانستان
-
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل ولایت اړوند د نشه يي توک....
-
د کندهار د ښورابک ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال درې تنه د وسلو او مهماتو د قاچاق په تور نیولي دي.
-
- 1404/08/11
د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره افغان ملي لوبډله د بحرين په کوربتوب د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو کې له اتلولۍ ګټلو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه، چې د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ او هېوادوالو له لوري يې تود هرکلی وشو.
-
- 1404/08/11
په لوګر، پکتیکا او غزني ولایتونو کې څلور مېرمنې د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو له خپلو شرعي حقونو برخمنې شوې
-
د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ، او د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر په ګډون، د اړوندو رئیسانو او امرینو په حضور کې ناسته ترسره شوه.
-
د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت د اقتصادي همکاریو ګډ کمېسیون د مالیې وزارت په مشرۍ د راتلونکې ناستې لپاره د چمتووالي ناسته ترسره شوه.
-
د خوست ولایت مطبوعاتي ادرس وایي چې په دې ولایت کې د ځایي چارواکو په منځګړتوب اتلس کلنه دوښمني حل و فصل شوې.
-
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ لیګ سیالۍ، چې دوی هفتې وړاندی شروع شوې وې د کولالانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
-
افغان ورزشکارنو د نویو ځوانانو په اسیایي سیالیو کې، له یوه بریالي سفر وروسته، په کمو امکاناتو ۶ مډالونه ګټلي دي، افغان ورزشکاران سره له دې چې په یادو سیالیو کې یې د نورو هېوادونو په پرتله په کم تعداد ګډون کړی و؛ خو له نیکه مرغه چې د بریا تله یې درنه وه ، په ویاړ سره یې د افغانستان ښه استازولي وکړه او ۶ مډالونه وګټل.
-
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له رامنځته کېدو راهیسې، په ټول هېواد کې د لسګونو استوګنیزو ښارګوټو دوسیې تر بررسۍ لاندې نیولي چې په پایله کې، ۹ ښارګوټي د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمو د شرعي پرېکړو پر بنسټ په بشپړ ډول، امارتي (دولتي) ملکیت اعلام شوي دي


