خبرونه افغانستان
-
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې د افغان او د پاکستاني پلاوو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ په قطر کې د یوه رسمي هوکړهلیک په لاسلیکولو پای ته ورسېد.
-
د رسنیو د تازه راپورونو له مخې د تېرو ورځو په پرتله په کابل ښار کې د تېلو بیه کنټرول شوې خو په سرو زرو بیه کې لوړوالی راغلی.
-
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په ټول هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د اینځرو په حاصلاتو کې ۳۵ سلنه ډېروالی راغلی.
-
مالیې وزارت وايي چې دتقاعدونو د ورکړې څلورم پړاو به په د روان کال د لړم میاشتې پر پینځمه پیل شي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې به په دې پړاو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت، حج او اوقافو وزارت او ملي دفاع وزارت متقاعدو جنرالانو ته د هغوی حقوق ورکړل شي.
-
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پکتیکا ولایت پر ملکي وګړو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې اسلاماباد باید د سولې او ثبات پر وړاندې د تاوتریخوالي له تګلارې لاس واخلي.
-
- 1404/07/26
سیاسي تحلیلګر ډاکټر محمد زلمی افغانیار وايي چې د پاکستان پوځي اردو، پرته له نړیوال ملاتړه په خپل ذات کې ظرفیت نه لري چې په افغانستان کې عملیات پیل کړي؛ هغه په دې اړه ویلي چې د دغو بریدونو په برخه کې د پنجاب ملاتړ له بهره و.
-
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد تازه ویلي، چې د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یو لوړپوړی حکومتي پلاوی د پاکستان له استازو سره د خبرو لپاره نن دوحې ته سفر کړی دی.
-
د جمهوریت پر مهال د ولسمشر اشرف غني سلاکار عبدالستار سعادت ویلي، په وروستیو ورځو کې له پاکستان سره روان وضعیت د یو شمېر سیاسي څېرو دریځونه څرګند کړل.
-
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د پاکستان هوايي ځواکونو وروستي برید ته په غبرګون کې، د پاکستان په کوربهتوب راروانه درې اړخیزه کرېکټ لوبلړۍ کې به ګډون ونهکړي.
-
ځايي سرچینې وایي، د جمعې په شپه (د تلې ۲۵مه) د پاکستاني هوايي ځواکونو بریدونو د پکتیکا ولایت د ارګون او برمل په ولسوالیو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي دي.


