خبرونه افغانستان
-
د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ د مستهلکینو د ملاتړ کمیسیون له لوري تیرو شپږو میاشتو کې د مرکز او ولسوالیو په کچه شاوخوا «۱۷ټنه» وختتیري، بېکیفیته او تقلبي خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول شوي وو.
-
- 1404/07/16
کورنیو چارو وزارت کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو د هېواد په درېیو ولایتونو؛ دایکندی، پروان او سمنګان کې د ۲۲ روږدو کسانو د درملنې او سالمې بیرته راستنېدو پروسه بشپړه کړه.
-
د هرات ولایت امنیه قومندانۍ ویاند غلام نبي نبي زاده پولیس راډیو ته وویل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت د اوپراتیفي او کشفي عملیاتو په پایله کې، لسګونه میله اسلحې او ګڼشمېر پوځي ...
-
د امربالمعروف وزارت د خبرپاڼې په حواله د روزګان ولایت امر بالمعروف ریاست مسؤلانو یوه ځوانه نجلۍ چې ترونو یې غوښتل د نوموړې له خوښې پرته یې د زیاتو پیسو په بدل کې اویا کلن سپین ږیري ته په غیر شرعي نکاح ورکړي، مخنیوی وکړ.
-
مالیزیا کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر نقیبالله احمدي د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه له راغلو افغان سوداګرو سره مشورتي ناسته وکړه. د غونډې موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د افغان پانګوالو د ستونزو ارزونه وه.
-
- 1404/07/16
له دې وزارته پولیس راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راځي چې کابل کې د قطر دولت شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور له وزیر شیخ شیراحمد حقاني سره وکتل.
-
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په تړاو د «مسکو فارمټ» مشورتي ناستې په اووم پړاو کې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړ. دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت ...
-
په مالیې وزارت کې د ګمرکونو لوی ریاست وايي چې د دې ریاست اړونده د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند په بېلابېلو سیمو کې د قاچاقي توکو لویې محمولې نیولې دي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، قاچاق کوونکو هڅه کوله چې دا توکي له ګمرکي محصول پرته په ناقانونه ډول افغانستان ته وارد کړي.
-
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اروپایي ټولنې شارژدافیرې، مېرمن ویرونیکا بوسکوویچ، او د هغې له مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
-
د مالیې وزارت د نفتي موادو د کیفیت څارنې ریاست وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد له بېلابېلو ګمرکونو ۳۲۴ ټانکره بېکیفیته نفتی مواد مسترد شوي دي.


