خبرونه افغانستان
-
د کور او ښار جوړولو وزارت د تدارکاتو ریاست رئیس مولوي فیضالله فیضان وايي، د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو د نیمګړو پروژو د برخلیک ټاکلو او د چارو بیا پیل لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د حکم عملي کېدو په پار ځانګړې ناسته شوې.
-
هلمند ولایت کې د اسلامي او ملي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۳۴۶ تنه ځوان منسوبین د یوې میاشتنۍ نظامي، عقیدوي، فکري، بدني او مسلکي زده کړو تر بشپړېدو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
-
د پکتیا امنیه قومندان شیرعلي "جندالله" د مرکز کابل او پکتیا ولایت له یو شمېر اهل تشیع مخورو او قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
-
د دواړو پېښو په پایله کې شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ مالي زیان رامنځته شوی او د نږدې ۱۲۰ زره افغانیو د زیان مخه نیول شوې ده. د چارواکو په وینا، په یادو اورلګېدنو کې ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي.
-
- 1404/07/15
د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د غلاوو یوه نهه کسیزه مسلکي ډله نیولې ده، چې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې پرلهپسې غلاوې کړې دي.
-
د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست وايي چې د دې ولایت مسؤلینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په اندړو ولسوالۍ برکي کلي کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د ناوړه پېښې مخه ونیوله.
-
د فراه د شيبکوه ولسوالي په ششک کلي کې د ۸ ميليونه او ۲۰ زره افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د شبکې رغنيزې چارې پيل شوې.
-
- 1404/07/14
پولیس راډیو ته د راغلې خبرپاڼې له مخې د خوست د عامې روغتیا ریاست د څار او ارزونې ټیم له لوري په خوست ښار کې د خصوصي روغتیایي مرکزونو او د درملو د پلورنځیو څخه د نظارت په پایله کې، یو روغتیایي کتنځای د قانوني جواز نه لرلو، یو روغتیایي کتنځای د شفري نسخو لیکلو او د پښتورګو د درملنې اړوند تجهیزاتو یو پلورنځی د مسلکي شخص د نشتون او د بیو لوړوالي له امله وتړل شول...
-
له لغمان ولایته پولیس راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راځي چې د دې ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست منسوبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت په توګه د سیمې د قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د حقوقي مسائلو له امله راپورته شوې ۲۲ کلنه دښمني حل کړه.
-
- 1404/07/14
د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اړوند ځواکونو دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.


