خبرونه افغانستان
-
د بغلان امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت د لویې لارې کنډک پولیسو یو تن نیولی، چې غوښتلیې د "تابلیت K" په نوم ۷۶ دانې نشهيي توکي له یاده ساحې ښار ته ولېږدوي.
-
په ننګرهار ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، د خوګیاڼو ولسوالۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو پنځه تنه وسلهوال غله نیولي دي، چې د نظامي یونیفورم په اغوستلو یې غلا کړې وه.
-
یادو روغتیايي کيټونو کې ۱۷ قلمه بیلا بیل توکي لکه سطلونه د لاس وینځلو او کالیو مینځلو صابون، غاښونو کریمونه، خولې پاکولو بورسونه، د اوبو بوشکې او یوشمیر نور مواد شامل وه وویشل شول.
-
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو له خوا د هېواد په شپږو ولایتونو – بغلان، پروان، کاپیسا، میدان وردګ، کنړ او فراه کې ۴۴ تنه روږدي راټول شوي او د درملنې لپاره صحي کمپونو ته ورپیژندل شوي دي.
-
د فراه د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست مسوولان وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۶ کیلومتره په اوږدوالي د شمالي او جنوبي کانالونو پاکولو چارې پیل شوي، چې له دې جملې ۱.۵ کیلومتره يې بشپړې شوې دي.
-
د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په درمدرم سیمه کې نن مازیګر یوه جنایي پېښه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې څلور کسان وژل شوي دي.
-
د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ ښاديخان قلعه کې تېر ماښام په یوه کور کې ماشومانو ته حلوا پخه شوې وه، چې په تېروتنې ورسره د موږکانو د وژنې دوا ګډه شوې وه.
-
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخې په کاپیسا ولایت کې د مستوفیت د عوایدو برخې کارکوونکو ته د مالیاتي قوانینو او سیسټمونو تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام پیل شو.
-
- 1404/07/12
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat Afghanistan) وايي، د اقلیمي بحرانونو، طبیعي پېښو او په پراخه کچه د کډوالو راستنېدو له امله د افغانستان پر ښاري سیمو د استوګنې فشار بېساری شوی دی.
-
د افغان کرکټ ملي لوبډله نن د درې شلاوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې له بنګلهدېش سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.


