خبرونه افغانستان
-
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ د اطفائیې آمریت د راپور له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دې ولایت کې ۲۴ د اورلګېدو پېښې ثبت شوې دي.
-
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اعلان کړی چې د هلمند ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۱۶۵ تنه روږدي راټول شوي دي.
-
د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د اندونیزیا له سفیر نندا اویلسټ او ورسره پلاوي سره وکتل.
-
د کاپیسا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د روان (۱۴۰۴) کال د حمل میاشتې له شروع څخه تر سنبلې میاشتې پوري (۴۵) بېلا بېلې قضیې حل کړې دي.
-
اروپايي ټولنې ګیلس برتراند د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. برتراند د فرانسې اوسېدونکی دی او په اروپايي ادارو کې له شلو کلونو زیاته کاري تجربه لري.
-
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې یو شمېر هېوادونو د افغانستان په اړه مثبت دریځ څرګند کړی او له افغانستان سره یې د نړۍوالې ټولنې پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی. دغه هېوادونه ټینګار کوي چې د افغانستان ثبات او پرمختګ نه یوازې د افغانانو بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی.
-
دې ولایت کې د رزمي ورزشونو ځانګړی کلپ د ښاغلي مهران حبیبي له لوري، چې فعال ورزشکار او د کلپ مالک دی، د دایکندی د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ د زاړه بازار په سیمه کې په رسمي توګه پرانیستل شو.
-
د سرپل ولایت د دویمې امنیتي حوزې اړوند چرم ګرخانه سیمه کې تېره شپه شاوخوا ۱:۰۰ بجې د برېښا شارټۍ له امله په یوه استوګنیزي کې اور لګېدلی.
-
د کونړ په مرکز اسعداباد او ګڼو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په پلان شويو عملیاتو کې ۱۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
-
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۸مې غونډې په څنډه کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه ناسته کړې. په دې غونډه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې، چې د بګرام هوایي اډې په تړاو یې کړي وې، په کلکه غندل شوې دي....


