خبرونه افغانستان
-
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې په څلورو ولایتونو پروان، بلخ، فراه او میدان وردګو کې ټول ۵۴ تنه روږدي راټول شوي او د درملنې لپاره اړوندو روغتیايي کمپونو ته سپارل شوي دي.
-
د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر زده کړو د ښوونیز مرکز د ۴۲مې دورې د فراغت مراسم ترسره کړل. په دغه پروګرام کې ۴۳ تنه زده کوونکي، چې شپږ میاشتني کورسونه یې بشپړ کړي وو، په بریالیتوب فارغ او د فراغت سندونه ورته ووېشل شول.
-
د بامیان ولایت چارواکي وایي چې د شېبر ولسوالۍ د محمد کیچه په کلي کې د قومي دښمنیو له کبله وسلهواله نښته رامنځته شوې چې له امله یې لس تنه، د یوې نجلۍ په ګډون، ټپیان شوي دي.
-
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست وایي چې د ګرځنده څارنې ټیمونو د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې په هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو کې په لویه کچه قاچاقي توکي نیولي دي.
-
د ننګرهار ولایت چپر هار ولسوالۍ د څلوزو په سیمه کې تېره شپه ترافیکي پېښه رامنځته شوې وه، چې له امله یې دوو تنو زوی او پلار خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه مور پکې ټپي شوې ده
-
ملګري ملتونه وايي، چې یوازې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهیسې تر اوسه شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
-
امربالمعروف وزارت پولیس راډیو ته په یوه استولې خبر پاڼه کې وايي چې د دې وزارت محتسبینو کنړ کې د یوې کم عمره نجلۍ د جبري ودېدنې مخه نیولې.
-
- 1404/06/30
د اسلامي امارت چارواکو د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا د دوی لپاره تر هر څه مهم دي او واشنګټن باید د تېرو ناکامو تجربو پر ځای یو عقلاني او واقعبین سیاست غوره کړي.
-
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست راپور ورکړی چې په دې ولایت کې د چهارمغزو تولید سږکال له تېرو کلونو زیات شوی دی.
-
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مالدیف ملي لوبډلې ته د لس پر یو (۱۰–۱) په ستر توپیر ماتې ورکړه.


