خبرونه افغانستان
-
هرات ښار کې د ترافیکي ګڼهګوڼې کمولو او ښاري ښکلا زیاتولو په موخه، هرات ښار کې تر ځمکې لاندې د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
-
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ننګرهار ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له خوا د یاد ولایت له مختلفو سیمو څخه ۷۶ تنه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.
-
د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د مشاعرو د تنظیم قانون د امیرالمؤمنین حفظه الله له توشیح وروسته د رسمي جریدې په ۱۴۶۹مه ګڼه کې خپور شوی دی.
-
- 1404/06/08
د اروپایي ټولنې دفتر ویلي چې د افغانستان د اوبو سرچینې بېساري کمې شوې دي او دا حالت په ځانګړې توګه د کابل د اوسېدونکو پر ژوند دروند فشار اچوي. د دې بنسټ په وینا، د اوبو کموالی یوازې د څښاک موضوع نه ده، بلکې له خوراکي خوندیتوب نیولې تر عامې روغتیا او د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز کوي.
-
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د پاکستاني ډرون بریدونو وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر ورغوښتی او اعتراض لیک یې ورسپارلی دی. یاد وزارت ټینګار کړی چې دا ډول اقدامات به له جدي عواقبو سره مخ وي.
-
یاده سیالي د شارجه په نړیوال کرکټ لوبغالي کې وشوه. د لوبې پچه پاکستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اووه ویکټو په بدل کې ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
-
د افغانستان د علومو اکاډمۍ په ابتکار، په پلازمېنه کابل کې د «قرآن کريم او نبوي سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې» تر عنوان لاندې علمي څېړنیز سیمینار ترسره شو.
-
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د سفر د پای په مناسبت د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره توديعي لیدنه کړې.
-
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د عزیزي انرژي ګروپ له عمومي رئیس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره وکتل. په دې لیدنه کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید پروژې د پرمختګ راپور وړاندې شو او د لومړي فاز د عملي چارو د پیل په اړه پرېکړه وشوه.
-
د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو په تخصصي روغتون اندراګاندي کې د ماشومانو د زړه جراحي او هیموډیالیز څانګې پرانیستلې. چارواکي دا کار د افغانستان د روغتیايي خدمتونو په برخه کې یوه نوې او تاریخي لاستهراوړنه بولي.


