خبرونه افغانستان
-
د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ د نشهيي موادو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په مهترلام ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې څلور تنه د نشهيي موادو د پېر پلور او قاچاق په تور نیولي دي.
-
د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ تيزني سيمه کي د امنیتي ځواکونو له لوري هغه دوه تنه تورن غله چي له څه مودې راهيسي د امنیتي ځواکونو تر تعقيب لاندي وه د درېیو اسلحو سره يو ځای نیول شوي.
-
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند طیب حماد وايي چې د ننګر امنیه قومندانۍ اړوند د درېیمې امنیتي حوزې منسوبینو د خپلو امنیتي هڅو په دوام درې تنه غله نیولي دي.
-
ه پاکستانه راستنېدونکو هېوادوالو سره د مرستو د جلب په دوام د ننګرهار اقتصاد ریاست، کډوالو چارو ریاست، اوچا او یو شمېر امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
-
د کابل د واټ ترانسپورت تنظیم عمومي ریاست اړوند مسؤولینو د سالنګ په سیمه کې د یو ورځني چکپواینټ پر مهال د غیرقانوني وسایطو د مخنیوي، د کرايې د کنټرول او د ترانسپورتي اسنادو د څار په موخه پراخ عملیات وکړل.
-
د زابل د امنیه قوماندانۍ د ښونې او روزنې مدیریت له لوري د دې ولایت د خاک افغان، دایچوپان، ارغنداب او میزاني ولسوالیو د امنیه قوماندانیو ۳۲۱ تنه منسوبین د درې ورځني سمینار له بشپړولو وروسته فارغ او ټولنې ته د لا ښه خدمت لپاره وړاندې شول
-
د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره ۳۳۷ بهرنيو وګړو د تګ راتګ د ثبت خبر ورکړی دی.
-
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دغه لوبلړۍ به د کټوبر میاشتې په دویمه نېټه پیل شي.
-
د پېښې ټپيان د ولایت اړوند روغتون ته لېږدول شوي او د ستنو د رغونې چارې به د پنجشیر ولایت د برېښنا آمریت له خوا ژر پيل شي.
-
د مسوولینو په وینا، دغه وسلې له هغو کسانو سره وې چې په تېرنظام کې یې دنده لرله، او له لومړنیو څېړنو وروسته په ضمانت خوشې شول.


