خبرونه افغانستان
-
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن (سهشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر سیدمحمد اتابک او مل پلاوي سره ولیدل.
-
د کابل ښاروالۍ د ښار په بازارونو کې د اساسي خوراکي توکو ورځني نرخونه اعلان کړل، څو کورنۍ د خوراکي توکو د بازار وضعیت وڅاري او د خپلو پېرودنو پلان جوړ کړي.
-
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ماښام د اسیا جام په سیلیو کې په خپل ګروپ کې د بنګلهدېش د کرکټ لوبډلې سره مخامخ کېږي. لوبه د ماښام اووه بجې پیلېږي.
-
د زابل ولایت یو شمېر نوموتو سوداګرو د یوې ناستې پر مهال له قلات ښاروالۍ سره د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ګډې پانګونې اعلان وکړ. د دې پروژې له مخې به په قلات ښار کې درې لوی مارکیټونه او زر هټۍ جوړیږي.
-
- 1404/06/25
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې په افغانستان کې د سړو خونو د جوړولو پانګونکي به د پنځه کلونو لپاره له مالیې معاف وي.
-
- 1404/06/25
د بنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وايي چې د تخنیکي سروې په پایله کې د دغه ولایت په ۱۹ سیمو کې لس ډول نوې معدني زېرمې او قیمتي ډبرې موندل شوې دي.
-
- 1404/06/25
د پکتیکا امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت خبر ورکړی، چې د کشفي معلوماتو پر بنسټ یې په ښرنه ښار او اورګون ولسوالۍیو کې د درنو وسلو سلګونه مرمۍ ترلاسه کړې دي.
-
د ننګرهار امنیه قومندانۍ اړوند د درېیمې امنیتي حوزې ځواکونو په خپلو کشفي او امنیتي هڅو کې اته تنه هغه کسان نیولي...
-
د نورستان د منډول علماو او مشرانو د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم، سره په لیدنه کې د غربي نورستان د خلکو غوښتنه د تازه جوړ شوي سرک د پراختیا په اړه وړاندې کړه.
-
- 1404/06/24
یاده دې وي چې په راټولو شویو روږدو کسانو کې ۴۱ تنه د کاپیسا ولایت څخه پلازمېنه کابل امید صحی کمپ ته انتقال شوي دي.


