خبرونه افغانستان
-
د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې له دې ولایته تازه هند ته پینځه اویا مټریک ټنه هوږه صادره شوې.
-
- 1404/06/20
د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت وايي، چې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پلازمېنه کابل کې د نظارت لپاره ساحوي ډلې ګومارلي دي. په دغو ډلو کې د عدلیې وزارت، د کور او ښار جوړولو وزارت، د امنیې قوماندانۍ، د استخباراتو ریاست، ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو استازي شامل دي او د چهارشنبې له ورځې یې رسماً خپل کار پيل کړی دی.
-
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت وايي چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو تخنیکي ټیمونو د روسي زغروالو ټانګونو د ترمیم او بیا ګټې اخیستنې چارې بشپړې کړي دي.
-
د افغانستان اسلامي امارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د قطر په دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ په دفتر د صهیونيستي رژیم برید په کلکو ټکو غندلی دی. په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې برید کې د حماس څو تنه غړي شهیدان شوي دي او د شهیدانو کورنیو او فلسطیني مجاهدینو ته یې د تسلیت او صبر هیله وړاندې شوې ده.
-
د خبر پاڼې په حواله د خوست ولایت مقام په نوښت او د والي مولوي عبدالقیوم روحاني په مشرۍ د ځان وژنې د مخنیوي په موخه یوه مهمه غونډه وشوه.
-
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په یو لړ عملیاتو کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې ۱۰ زره او ۷۵۰ عدده نشه يي ټابلیټ K ګولۍ نیول شوې دي.
-
یاده پېژندغونډه کې د نوي والي ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د لغمان پخواني والي، او د لغمان د بېلا بېلو ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه.
-
د تاجکستان له خوا د ۳۰۰۰ ټنو بشري مرستو ستر کاروان د شیرخان بندر له لارې افغانستان ته داخل او کندز ولایت ته ورسېد. دغه مرستې په ۹۰ لویو موټرو کې انتقال شوې دي.
-
د ننګرهار امنیه قومندانۍ اړوند د بهسودو ولسوالۍ امنیتي ځواکونو یو کس له (۷۴۰) نشهيي ګولیو (تابلیت کا) سره لاس په لاس نیولی دی.
-
خبرپاڼه زياتوي؛ چې په وژل شويو کسانو کې ۵ تنه ماشومان شامل دي.


