خبرونه افغانستان
-
د خوست ځایي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې څلور کوډګر د خلکو د شکایتونو پر بنسټ نیول شوي دي.
-
په افغانستان کې د جاپان سفارت د زلزلهځپلو کورنیو ملاتړ لپاره د یو میلیون ډالرو په ارزښت مرسته اعلان کړې ده.
-
خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د یاد ولایت د مرکز ترڅنګ د ګربزو او تڼیو ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره ځانګړې ناسته وکړه.
-
د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، په فراه ولایت کې ۸۳ تنه د نشهيي توکو روږدي له بشپړې درملنې وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته سپارلي.
-
فراه کې د اوړو د تولید لپاره یوه نوې کارخونه د ملي سوداګر محمد داود په لګښت پرانستل شوه. د پرانیستې په مراسمو کې د فراه مرستيال والي مولوي رحيم الله محمود د سیمې اوسنی امنیت د هر ډول پانګونې لپاره مناسب وبللو او زیاته یې کړه، چې ټول ولسي وګړي، ملي سوداګر او پانګوال کولای شي پرته له کوم ډاره ژوند او پانګونه وکړي.
-
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ هغه برېټانوۍ جوړه چې نږدې اووه میاشتې وړاندې په بامیان کې نیول شوې وه، له زندانه خوشي شوې ده
-
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش هغه څرګندونې رد کړې او غندلې دي چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار پر بندیز یې "احمقانه" بللی و.
-
- 1404/06/29
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي چې افغانان هېڅکله په خپله خاوره کې د بهرنیو ځواکونو پوځي شتون نه مني.
-
- 1404/06/29
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمریت له لورې څمکنیو ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
-
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۱۲ ولايتونو څخه د ۱۵۰ ووشوکارانو ترمنځ « د چين په کوربتوب د ووشو اسيايي سياليو څخه د مډال راوړونکو ورزشکارانو جام» په نوم د ووشو سيالۍ د دې فدراسيون په مرکزي جمنازيم کې پيل شوې...


